سیمه ییز خبرونه

په لويو لارو كې پوليس له موټرو لرگي كښته كوي او يا پيسې اخلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې يو شمېر د لرگيو پلورونكي د دغه توكو د بيو د لوړويدو يو لامل په لويولارو كې د تلاشيو په مهال د پوليسو له خوا له موټرو د لرگيو كښته كول او يا د پيسواخيستل گڼي.

كه څه هم تر اوسه  ژمي ته څو ورځې پاتې دي؛ خو ورځ تربلې په كابل كې د سون توكواو په ځانگړي توگه لرگيو بيې لوړيږې شوې دي.

يو شمېر كابل ښاريان وايي، چې د اوبلن گاز، تېلو او يو شمېر نورو وارداتي توكو د بيو د لوړوالي لامل د بهرنيو اسعارو لوړيدل دي.

د  لرگيو بيې، چې ترډېره له بهره نه راځي هم لوړې شوي او لوړيږي.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي دا ادعاوي ردوي او وايي:

كه هر څوك د پوليسو لخوا له دا ډول كړنو سره مخ كيږي؛ نو دوى دې پرې خبر كړي، چې مخه يې ونيول شي.

دا په داسې حال كې ده، چې په كابل كې له دې وروستي اورښت مخكې يو خروار لرگي په ۵۵۰۰ افغانۍ پلورل كيدل ، خو اوس دا بيه  ۷۵۰۰ افغانيو ته لوړه شوې ده .

Trending

Exit mobile version