تازه خبرونه
په لوګر ولایت کې د خروار بند د بیارغونې چارې پیل شوې
د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۸ ) په لوګر ولایت کې د خروار بند د پروژې د لومړي فاز د بیارغونې چارې د څه باندې ۳۱ میلیون افغانیو پر لګښت پیل شوې.
دغه پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت د چارسمبالي عبداللطیف منصور، د لوګر والي ضیاءالرحمن مدني، د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو او د لوګر ولایت د مشرانو په حضور کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.
عبداللطیف منصور د پروژې د پرانیستلو پر مهال څرګنده کړه، چې اوس د اقتصادي ودې او پرمختګ وخت دی.
نوموړي دغه راز ويلي، چې وزارت په دې برخه کې د خپلو مسووليتونو د ترسره کولو لپاره رښتيني هلې ځلې کوي.
د لوګر والي ضیاءالرحمن مدني هم د یاد بند د چارو د پرانستې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان خلکو ته د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي او د پلي کولو لپاره به شپه او ورځ کار وکړي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د خروار د اوبو بند کار د داوود خان د واکمنۍ پر مهال پيل شوى و؛ خو بشپړ نهشو.
د خروار بند ۳۶ متره لوړوالی او ۱۴۰ متره اوږدوالی لري، چې د ۱۷ میلیون متر مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۶۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي، چې شاوخوا ۱۳ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.