تازه خبرونه

په لوګر ولایت کې د موټربم برید مرګ و ژوبله ۱۳۶ کسانو ته پورته شوې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۰)

د لوګر د مرکز پل علم ښار په یوه میلمستون کې له ازرې ولسوالۍ څخه پر راغلیو زدکوونکیو د چاودنې د وژل شویو شمېر ۲۶ او د ټپیانو ۱۱۰ ته پورته شوی دی.

د لوګر مرکز پل علم ښار کې د روژه ماتي پر مهال دغه خونړی برید د مازدا موټر پر مټ ترسره شوی، چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.

میلمستون، چې د برید هدف ګرځېدلی، مرکزي روغتون ته نږدې پروت دی او شاوخوا یې د خلکو کورونه دي، چې په هر کور کې خلک ټپیان شوي دي.

د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د موټربم چاودنې ټول قربانیان هغه زدکوونکي دي، چې د کانکور آزموینې لپاره پل علم ښار ته راغلي وه.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ویلي؛ د ماښام نږدې اووه بجې وې، چې چاودنه رامنځته شوه. ټول وژل شوي کسان هغه ردکوونکي دي، چې د کانکور آزموینې لپاره راغلي وه.

د لوګر مرکزي روغتون د چاودنې سیمې ته نږدې پروت دی، چې روغتون هم وران شوی او ناروغانو ته هم ځاني زیان رسېدلی دی.

لوګر والي عبدالقیوم رحیمي ويلي؛ په دې چادنه کې هټۍ او مارکېټونه تخریب شوي او د ولایتي روغتون په ګډون په سیمه کې لسګونه کورونه هم وران شوي دي.

په پل علم کې خلکو ويلي هټۍ يې تخریب شوي او ګڼ مالي زیانونه ور اوښتي دي.

دوی د لوګر ناسم امنیتي وضیعت اندېښمن کړي او وايي، هره شپه جګړه وي او له حکومته د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

د پل علم ښار اوسیدونکي وایي، چې د دې چاودنې غږ تر شل کیلو مترو پورې رسېدلی او په ښار کې یې ډېره وراني کړې ده.

په لوګر کې موټر بم چاودنه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې؛ ولسمشر غني، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر او نورو سیاسي څېرو، اروپایي ټولنې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت، د بریټانیا او فرانسې سفارتونو او په افغانستان کې د څو هېوادونو استازولیو دا برید غندلی او د دا راز بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه لري.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر دا برید په سختو ټکو کې غندلی او وایي، چې دا ډول بې ګټې بریدونه باید پای ومومي او د افغانستان خلک سولې ته ورسيږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې دا برید غندلی او وایي، چې دا ډول تاوتریخوالی باید په افغانستان کې ودریږي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس برمک د بریدونو د ډېروالي اټکل کوي او وایي، چې امنیتي حالت به په راتلوونکیو میاشتو کې نور هم خراب شي.

ډېر خلک اندېښمن دي، چې له افغانستان څخه به په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکوونو له وتو وروسته د طالبانو بریدونه ډېر شي، چې اصلي قربانیان به یې هم ملکي وګړي وي.

په همدې حال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو بهیر د تاوتریخوالي له ډېروالي سره جوخت په رسمي توګه پیل او ۱۰۰ بهرني سرتېري تېره ورځ وتلي دي.

سپینې ماڼۍ منلې، چې ۱۰۰ سرتېري یې له افغانستان څخه وتلي دي.

ناتو هم له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستلو بهیر پیل کړی دی.

د مې لومړۍ نېټه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتو د لومړۍ ورځې سره بابره ده او د سپتمبر تر ۱۱ به دوه زره پېنځه سوه امریکایي سرتېري له شل کلن پوځي ماموریت وروسته په شاوخوا څلورو میاشتوکې افغانستان پرېږدي.

Trending

Exit mobile version