تازه خبرونه
په لوګر ولایت کې د پیام ملي رادیو رییس وسلوالو وژلی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په لوګر ولایت کې د پیام ملي رادیو رییس نصیر احمد مدثر د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.
د لوګر ولایت د محمد آغه ولسوالۍ امنیه قومندان نصیر امیر وایي، چې د پیام ملي رادیو رییس نصیر احمد مدثر تېر ماښام د خپل کور پر لوري روان و، چې وسلوال برید پرې شوی دی.
تر دې دمه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې. دغه رادیو د دې ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې له تېرو څو کلونو د اف ام پر څپو خپرونې لري، چې په ټول ولایت کې اوریدل کیږي.