تازه خبرونه
په لوګر ولایت کې ۲۰ کسه ماین پاکان تښتول شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
چارواکي وایي، تېره ورځ د لوګر ولایت د الیاس خان کلا له سیمې ۲۰ کسه ماین پاکان تښتول شوي دي.
د لوګر والي ویاند سلیم صالح وویل، چې د سترلینګ نومې موسسې ۲۰ کسه ماین پاکان، چې په یو کاستر موتر کې له دفتره د کار ساحې ته په لاره وه؛ د مرکز پل عالم له الیاس خان کلي نامعلوم لوري ته وتښتول شول.
نوموړی زیاتوي، د دغو ماین پاکانو د موندنې لپاره د دفاغي، امنیتي او کشفي ارګانونو هڅې پیل شوې دي.
د لوګر ولایت چارواکي د ماین پاکانو د تښتولو پړه پر وسلوالو مخالفینو اچوي؛ خو تر دې دمه کومې ډلې د پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.