تازه خبرونه
په لوګر کې د ترورستانو درې پټنځایونه ښکاره شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان ملي امنیت لوی ریاست په لوګر ولایت کې د ترورستانو د ۳ پټنځایونو له ښکاره کولو خبر ورکړ .
په هغه خبر پاڼه کې، چې د دغه ریاست رسنیز دفتر خپره کړې راغلي، چې د دغه ریاست کارکوونکیو د لوګر ولایت په ازره او خوشي ولسوالیو کې د حقاني ډلې د مهماتو او وسلو درې زیرمې نیولي دي.
ملي امنیت ریاست زیاتوي، په دغو تر سره شویو عملیاتو کې بېلابېل مهمات تر لاسه شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، له بېلابېلو وسلو سره ۲ کسه هم نیول شوي دي.