تازه خبرونه

په لوګر کې د طالبانو پوځي مسوول ملا رحیم وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت د مرکز پل علم له پاره د طالبانو پوځي مسوول ووژل شو او د هغه دوه ملګري يې نيولي دي.

د لوګر والي وياند سليم صالح ويلي، چې تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د پل علم په باري دښته کې د پل علم له پاره د طالبانو پوځي مسوول هغه مهال ووژل شو،  چې نوموړى له خپلو ملګرو سره د ماينونو په خښولو اخته و.

ده زياته کړه، دغه کس ملا رحيم نومېږي، چې په دې عملياتو کې وژل شوی او دوه نور ملګري يې نيول شوي، چې له هغوى څخه پوښتنې روانې دي.

د هغه په وينا؛ له دغو کسانو يو موټرسايکل، دوه ماينونه او ځينې طالبانو پورې اړوند اسناد هم نيول شوي دي.

لس ورځې وړاندې هم، د ملي امنيت له خوا د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې د ګردیز له پاره د طالبانو مسوول نيول شوى و.

Trending

Exit mobile version