تازه خبرونه

په لوګر کې د وسلوالو طالبانو پر برید ۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۳۹۹)

د لوګر والي ویاند دیدار لونګ ویلي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د دې ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې د ۷ سیمه یزو پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې برید څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي.

د لوګر ولایتي شورا ویاند صدیق خوښیوال ویلي، چې د دواړو لوریو په نښته کې درې نور سیمه ییز پولیس ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې خوښۍ ولسوالي د لوګر ولایت یوه له امنه ډکه ولسوالي وه؛ خو اوس وسلوال طالبان هم په دې ولسوالۍ کې هڅې تر سره کوي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version