تازه خبرونه
په لوګر کې د ولسي جرګې د غړي سخي مشواڼي پر ضد لاریون شوی
د لوګر ولایت سلګونه اوسیدونکیو په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت د استازي سخي مشواڼي پر ضد لاریون کړی.
لاریون له محمد آغې ولسوالۍ پیل شوی او تر مرکز پل علم پورې یې دوام وکړ، چې د ولایتي شورا غړیو او سلګونه لوګریانو په کې ګډون کړی و.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د کلیو پراختیا وزیر نصیر احمد درانی ولسي جرګې ته غوښتل شوی و، چې ولسي جرګې ته د خپلو کارونو او پروژو په اړه معلومات ورکړي؛ خو د کونړ ولایت یوه استازي سخي مشواڼي ورسره ناسم چلند وکړ، چې د ټولو هېوادوالو او په ځانګړې ټوګه د لوګریانو غصه یې راوپاروله او پر همدې لامل یې لاریون وکړ.
لاریونکوونکیو مرګ په مشواڼي، مونږ عدالت غواړو، ژوندی دې وي نصیر احمد درانی نارې وهلې.
د ولایتي شورا غړی محب الله صالح له دولته غوښتنه وکړ، چې سخي مشواڼی له ولسي جرګې وشړي او قضایي ارګانونو ته یې وروپېژني.
همدارنګه د ولایتي جرګې غړي ناصرغیرت د یو پرېکړه لیک په وستلو له ولسي جرګې وغوښتل، چې د سخي مشواڼي د ناسم چلند په وړاندې بې تفاوته پاتې نشي.
لاریونوالو ویل؛ تر هغې به لاریونونه کوي، چې له سخي مشواڼي سره قانوني چلند نه وي شوی.
د یادونې وړ ده، چې د لنډ وخت له پاره د کابل- پکتیا لویه لار د ترافیکو په مخ تړل شوې وه؛ خو لاریون سولیز و او پرته له کومې مرګ و ژوبلې پای ته ورسید.
خبریال: حکمت الله واقد