تازه خبرونه

په لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې د عملې د خوشي کیدو راپورونه رد شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر غړي د پاکستانۍ چورلکېد عملې د خوشي کیدو راپورونه ردوي.

په لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې د عملې د خوشي کیدو د راپورونو په غبرګون کې د دې ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، چې اوس هم یرغمل شوي کسان د طالبانو په لاس کې دي.

د لوګر د ولایتي شورا یوه غړي عبدالولي وکیل د جعې په ورځ رسنیوته وویل، چې طالبان د یرغمل شویو کسانو د برخلیک په اړه په خپلو کې اختلافات لري.

د انترفاکس خبري آژانس او ځينو پاکستانيورسنیو راپور ورکړی؛طالبانو د پاکستانۍ چورلکې عمله، چې په کې پاکستاني وګړي او یو روس شامل دی، را خوشي کړي دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وایي، یو شمېر طالبان د خپل مشرتابه له خوا د دې موضوع څېړلو ته د کمیسیون د ګمارلو غوښتنه کوي؛خو ځينې نور یې بیا د پاکستان د حکومت د فشار په نتیجه کې د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو غوښتنه لري.

Trending

Exit mobile version