Connect with us

تازه خبرونه

په لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې د ۷ کسانو د خوشې کولو هڅې روانې دي- شریف

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

pak-300x180

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي، حکومت یې له رسمي او نارسمي چینلونو کار اخلي، چې؛ هغه اووه کسان په خوندي توګه خوشې شي، چې چورلکې یې د لوګر په ازره کې بېړنۍ ناسته کړې او سپاره کسان یې د ځايي طالبانو له خوا نیول شوي دي.

نواز شریف دا څرګندونې د جمعې په ورځ یوه ورځ له هغې وروسته،چې یوه پاکستانۍ چورلکه د لوګر په ازره ولسوالۍ کې له بېړنۍ ناستې وروسته د طالبانو لاس ته ولویده او اووه سپرلۍ یې طالبانو یرغمل کړل.

د افغانستان دفاع وزرات ویلي، په الوتکه کې ټول سپاره د وسلوالو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې افغان حکومت یوې پاکستانۍ چورلکې ته د افغانستان له فضا د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

خبر پاڼه زیاتوي،څېړنه روانه ده، چېآیا دا هماغه چورلکه ده او که نه.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي او له هغه یې د برمته شویو کسانو په خوشې کولو کې مرسته غوښتې ده.

یو امنیتي چارواکی وایي، د یادې چورلکې له ناستې وروسته؛ د طالبانو سیمه ییز قومندان ملا شیرین د چورلکې سپرلۍ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ ولسوال ملا همایون ته وسپارل، چې له دې وروسته د هغو په اړه نور معلومات نشته.

د یادونې وړ ده، چې څانګړیو ځواکونو د یادې چورلکې پاتيشوني له ځان سره کابل ته راوړي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!