تازه خبرونه

په لوګر کې د پاکستانۍ چورلکې د ۷ کسانو د خوشې کولو هڅې روانې دي- شریف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف وايي، حکومت یې له رسمي او نارسمي چینلونو کار اخلي، چې؛ هغه اووه کسان په خوندي توګه خوشې شي، چې چورلکې یې د لوګر په ازره کې بېړنۍ ناسته کړې او سپاره کسان یې د ځايي طالبانو له خوا نیول شوي دي.

نواز شریف دا څرګندونې د جمعې په ورځ یوه ورځ له هغې وروسته،چې یوه پاکستانۍ چورلکه د لوګر په ازره ولسوالۍ کې له بېړنۍ ناستې وروسته د طالبانو لاس ته ولویده او اووه سپرلۍ یې طالبانو یرغمل کړل.

د افغانستان دفاع وزرات ویلي، په الوتکه کې ټول سپاره د وسلوالو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې افغان حکومت یوې پاکستانۍ چورلکې ته د افغانستان له فضا د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

خبر پاڼه زیاتوي،څېړنه روانه ده، چېآیا دا هماغه چورلکه ده او که نه.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي او له هغه یې د برمته شویو کسانو په خوشې کولو کې مرسته غوښتې ده.

یو امنیتي چارواکی وایي، د یادې چورلکې له ناستې وروسته؛ د طالبانو سیمه ییز قومندان ملا شیرین د چورلکې سپرلۍ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ ولسوال ملا همایون ته وسپارل، چې له دې وروسته د هغو په اړه نور معلومات نشته.

د یادونې وړ ده، چې څانګړیو ځواکونو د یادې چورلکې پاتيشوني له ځان سره کابل ته راوړي دي.

Trending

Exit mobile version