سوداگري

په لوګر کې د کرومایټ کان یوه کورني شرکت ته وسپارل شو

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرې د استخراج داوطلبي یوه کورني شرکت ته ورکړ شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور ویلي؛ دغه تړون د پېنځه کلونو لپاره د باور وړ دی او هغه شرکت، چې داوطلبي یې ګټلې پر کان به ۱۵۱ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.

شهاب الدین دلاور له دغه شرکته وغوښتل، چې د قرارداد شرایط دې ومني.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو لس میاشتو کې د ۱۵ لویو کانونو تړونونه لاسلیک شوي دي.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې د کانونو استخراج قانوني ترسره کېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې شاوخوا ۵۰ کوچنيو شرکتونو له سیمه‌ییزو شرکتونو سره د داوطلبۍ له لارې تړونونه لاسلیک کړي دي. همدارنګه د سرو زرو، مسو، اوسپنې، سربو او سمنټو په ګډون شاوخوا ۱۵ لوی کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارل شوي دي.

دغه راز د شرکت عمومي مدیر، چې د کرومایټ ډبرې قرارداد یې ګټلی ویلي، چې شرکت د تړون مقرراتو ته ژمن دی.

نوموړي له حکومت غوښتي، چې له کورنیو پانګوالو ملاتړ وکړي.

د ګټونکي شرکت مدیر شېرزاد وایي: دا سیسټم باید کورنیو پانګوالو ته مناسب چاپېریال چمتو کړي.

تېره اوونۍ هم دې وزارت په غور ولایت کې د سرب د استخراج یوه داوطلبي ومنله. هغه شرکت، چې داوطلبۍ یې ګټلې په کان کې به ۲۴۷ میلیون ډالر پانګونه وکړي.

Trending

Exit mobile version