تازه خبرونه
په لوګر کې موتر بم چاودنې ۴۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د موتر بم چاودنې له کبله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نن پنجشنبه ماښام ۷:۴۰ د لوګر ولایت مرکز د علم پل د ښاروالۍ په څلورلارې کې له چاودیدونکیو توکو ډک یو موټر چاودنه کړې ده.
له دې مخکې د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي آریانا نیوز ته ویلي وه، چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د هغه په وینا ، چاودنه هغه مهال په ګڼه ګوڼه کې رامنځته وشوه، چې خلکو د اختر لپاره پېر و پلور کاوه.
تر دې دمه کومې ډلې یا کس د برید پړه نه ده منلې.
طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، جې طالبانو د لوی اختر درې ورځنۍ اوربند اعلان کړی او خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه کړې، چې د افغان ځواکونو پر وړاندې هیڅ ډول عملیات ترسره نکړي.
د افغانستان حکومت هم د طالبانو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونه به د وسلوالو پر ضد عملیات نه تر سره کوي.