سیمه ییز خبرونه
په لوگر كې د لومړني صنعتي پارك د بنسټ ډبره كيښودل شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
له يوې اوونې را پديخوا دا دوه يم صنعتي پارك دى، چې په افغانستان كې د پانگونې د ملاتړادارې له خوا په بېلابېلو ولايتونو كې پرانيستل كيږي.
د آيسا مشر وفي الله افتخار وايي، په افغانستان كې د پانگونې په برخه كې د پانگوالو لويه ستونزه د ځمكې نشتوالى وى او افغان حكومت په پام كې لري، چې دا ستونزه په دايمي ډول حل كړي.
له بلې خوا د لوگر والي ارسلا جمال د دغه پارك جوړول نه يوازې د لوگر په محمد آغه ولسوالۍ كې د وزگارتيا په لږوالي كې گټور گڼي، بلكې وايي په دې پارك كې پانگونه به د نورو لويو بيخبينايي پروژو د پلي كيدو لامل هم شي .
په ورته وخت كې آيسا وايي، تر راتلونكيو دوه مياشتو به د كورنيو توليداتو او پانگونې د ملاتړ په موخه دوه نور صنعتي پاركونه هم په هرات او وردگو ولايتونو كې پرانيستل شي.