تازه خبرونه

په لوگر ولایت کې تښتول شوي هندي انجنیران وژغورل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دلوگر ولایت امنیتِ چارواکِ وایي:

د روان کال د  زمری په (۲۲) د (O.A.S.I.S) کمپنی ۳ کارکوونکي هر یو انیونی گنگادر، کورمایوسفراو بدوگنگادر، چې له لوگر ولایت څخه کابل ولایت ته راروان ول؛ د لوگر- کابل په لویه لار د تنگی واغجان په سیمه کې د وسلوالو طالبانو لخوا وتښتول شول او غوښتل یې، چې نیول شوِي انجنیران د وردگ ولایت له لارې د پاکستان کویټي ښار ته ولیږدوي.

هغه مهال، چې د لوگر ولایت د ملی امنیت ریاست د پېښی په اړوند خبر تر لاسه کړ، د ملی امنیت کشفی شبکي یې فعاله او په همغه ورځ یې د طالبانو حرکات تثبیت او د زمری په (۲۴) یې د لوگر ولایت د بابوس په سیمه کې  یو لړ ځانگړي عملیات تر سره کړل، چې د یادو عملیاتو په پایله کې هندي انجنیران روغ رمټ د وسلوالو له منگولو څخه وژغورل شول.

د پیښي په اړوند یو تن تروریست هم نیول شوی دی.

د ملی امنیت لوی ریاست له ټولو هغو بهرنیو وگړیو څخه، چې په لویو لارو کې سفر کوي غوښتنه کړې، چې د خپل سفر پر مهال د ولایاتو امنیي قوماندانې په جریان کې واچوي، چې د احتمالي پیښو په اړوند دوی ته معلومات ورکړي.

Trending

Exit mobile version