تازه خبرونه

په لوگر ولایت کې لږ تر لږه ۴۵ وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لوگر والي ویاند سلیم صالح وایي، د دې ولایت د مرکز، برکي برک او خروار ولسوالیو په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۵ وسلوال طالبان وژل شوي، چې بهرني وسلوال هم په کې دي.

ښاغلي سلیم آریانا نیوز ته وویل، چې په برکي برک ولسوالۍ کې د وسلوالو ډلو په وړاندې پیل شوي عملیات اوس هم روان دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په برکي برک، خروار او د پل عالم په اړوند سیمو کې  د امنیتي ځواکونو دوه غړي وژل شوي او یو ټپي دی.  

Trending

Exit mobile version