نړۍ
په ليبيا كې د انساني بحران خبرې راپورته شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې د ليبيا په سرت او بن وليد ښارونو كې انساني وضعيت بحراني شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره شپه په سرت ښار كې د ښكېلو غاړو په جگړو كې يو شمېركسان وژل شوي دي.
رپوټونه وايي، چې د بن وليد او سرت په ښارونو كې د څښاك اوبو، خوراكي توكو، برېښنا او درملو ته لاسرسى محدود شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې د پنجشنبې په شپه(د وږي په ۱۷) د سرت ښار په څنډو كې د قذافي د پلويانو او وسله والو ياغيانو ترمنځ سخته جگړه شوې ده.
رپوټونه وايي، چې دواړو لوريو ته مرگ و ژوبله اوښتې، خو كره شمېره يې نده معلومه.
داسې بريښي، چې د قذافي پلويانو په دغه سيمه كې سختې جگړې ته ځان چمتو كړى وي