نړۍ
په ماریوپل ښار کې روانې جګړې او چاودنو کیف هم ولړزاوه – اوکراین
اوکرایني مشرانو د جمعې پر ورځ ویلي؛ جګړه د ماریوپل د پولادو د سترې کارخونې او بندر شاوخوا روانه ده، له زورورو چاودنو یې د هېواد پلازمېنه کیف هم لړزېدلی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د خپلو وسلوالو ځواکونو د ستاینې په ترڅ کې ویلي، چې د هېواد په سویل او ختیځ کې پوځي وضعیت تر اوسه بشپړ ستونزمن دی؛ خو دوی هڅه کوي، چې د ماریوپل محاصرماته کړي.
زیلینسکي د شپې ناوخته په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، له متحدینو څخه یې یو ځل بیا د درندو وسلو د ورلیږلو او د روسیې پر تېلو او ګازو د نړیوال بندیز غوښتنه کړې ده.
روسیې ویلي، چې دوی د کیف په څنډه کې هغه فابریکه پر نښه کړې، چې د کښتۍ ضد توغندي یې جوړول او ترمیمول.
مسکو څرګنده کړې، چې دا مار یې د پنجشنبې پر ورځ په توره بحره کې د خپلې یوې بېړۍ د ډوبېدو په غچ کې ترسره کړی دی.
اوکراین ویلي وه؛ د دوی یو توغندی د دغې بېړۍ د ډوبېدو لامل شوی، چې د پوره وسلوال دښمن پر وړاندې د مقاومت یو پیاوړی سمبول دی.
مسکو د اوکراین دغه ادعا ردوي او وایي، چې په کښتۍ کې د اورلګېدنې له کبله بارودو اوراخیستی او د مهماتو د چاودنې له کبله ډوبه شوې ده.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي؛ امریکا باوري ده، چې اړوند کښتۍ د اوکراین پر دوه توغندیو ویشتل شوې، چې د مرګ و ژوبلې کره شمېر یې څرګند ندی.
روسیې په ډاګه کړې، چې له چاودنې وروسته په مسکوا کښتۍ کې سپاره له ۵۰۰ ډېر سیلانیان ایستل شوي دي؛ خو دا او د امریکا ادعاوې په خپلواکه توګه تائید شوې ندي.
د روسیې دفاع وزارت ویاند الکساندر موتوزیانیک په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، روسیې د فبرورۍ د ۲۴ له برید وروسته دا لومړي ځل دی، چې پر ماریوپل له اوږده واټن ویشتونکیو بمونو کار واخیستل شو.
مسکو ویلي، چې د جګړې بنسټیزه موخه په ختیځ کې د دونباس نیول دي.
دغه راز دفاع وزارت د اوکراین پر پلازمېنه کیف هم د بریدونو ګواښ کړی دی.
د یادونې ده، چې مسکوا کښتۍ د په توره بحیره کې د روسیې ترټولو ستره کښتۍ وه، چې د الوتکو د ویشتلو او پر ساحلي سیبمو د برید کولو لپاره پر لارښود توغندیو او رادارو سمباله وه.