نړۍ
په ماریوپول کې لږ تر لږه ۷۰۰ اوکرایني جنګیالي تسلیم شوي – روسیه
مسکو په داسې حال کې، چې امریکا په کیف کې خپل سفارت بیا پرانیستی؛ په ډاګه کوي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د ماریوپول په پولادو کارځي کې نږدې ۷۰۰ اوکرایني جنګیالي تسلیم شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د نورو ۶۹۴ اوکرایني پوځیانو تسلیمېدل په دې معنا دي، چې د پولادو په دې کاځي کې ټولټال ۹۵۹ کسانو خپلې وسلې پر ځمکه ایښې دي.
د اوکراین دفاع وزارت ويلي، چې تر اوسه یوازې ۲۵۰ اوکراینیان له یاد کارځي وتلي دي.
دغه وزارت تر اوسه د روسیې د دفاع وزارت د څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.
د روس پلوه بېلتون غوښتونکیو مشر، چې سیمه کنټرولوي وویل، په پولادو کارځي کې دننه اصلي قومندانان اوس هم تسلیم شوي ندي او له کارځي راوتلي ندي.
دا څرګنده نده، چې څومره سرتېري د ماریوپول په پولادو کارځي کې پاتې دي؛ خو د اوکراین پوځ ویلي: د هغو کسانو د ایستلو هڅې روانې دي، چې اوس هم دننه پاتې دي.
له بلې خوا د اوکراین یوه لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي؛ هغه هیله لري، چې له ماریوپول څخه ایستل شوي اوکرایني ځواکونه له روسي بندیانو سره تبادله کړي، خو د روسیې یوه وکیل د “انصاف” غوښتنه وکړه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې فنلنډ او سویډن په رسمي توګه له ناټو سره د یوځای کیدو غوښتنه کړې، چې له همدې کبله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکراین خپل پوځي عملیات ځانګړي نومولي دي.
