تازه خبرونه

په مالدیف کې د افغان فوټبال ملي لوبډلې موټر ټکر شوی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په مالدیف کې نن شنبه د مرغومی دریمه نېټه د افغانستان فوټبال د ملي لوبډلېد سپرلۍ موټر ټکر کړی دی. د درېوو لوبغاړو، “اسلام امیري (کپټان)، مصطفی ازادزوی او فیصل سخي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلېتخنیکي همکار علي عسکر لعلي وايي:

درې تنه لوبغاړي سخت ټپیان شوي دي: “څو موټرو یو پر بل پسې ټکر کړی،هغه هلکان چې په لومړي بس کې سپاره و، له ډلې څخه یې درې تنه سخت ټپیان شوي دي، په ځانګړي توګه مصطفی آزادزوی چې روغتیايي حالت یې ډېر د اندېښنې وړ دی.

اسلام امیري او فیصل سخي هم ښه نه دي.” پېښه په داسې حال کې وشوه چې؛ بسونو د افغانستان د فوټبال او سیالو ټیمونو لوبغاړي تر سیالۍ وروسته د دوی استوګنځي ته انتقالول، چې په لویه لار کې سره وجنګېدل.

د افغانستان د فوټبال ټیم لوبغاړي وروسته له دې،چې له لاووس ټیم سره صفر پر صفر برابر شول،د شنبې د ورځې پهسیالۍ کې،چې د افغانستان ټیم له لاووس سره مساوي شو؛ افغان ټیم د اسیا چیلنج کپ نیمه پایلوبې ته لار وموندله؛ چې دا لوبه راتلونکې سه شنبې ته پلان شوې وه.

اوس چې دا ترافیکي پېښه شوې د لوبې د ترسره کېدو برخليکلانه دی روښانه.

Trending

Exit mobile version