نړۍ
په مالي هېواد کې ناڅرګندو وسلوالو ۲۴ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
د مالي هېواد چارواکو څرګنده کړې، چې ناڅرګندو وسلوالو تېره ورځ پر حکومتي ځواکونو دوه بریدونه کړي؛ شپږ سرتېري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د مالي هېواد یوه پوځي ویاند رویټرز ته ویلي، چې د دولتي ځواکونو او ناڅرګندو وسلوالو ترمنځ وسلواله نښته هم شوې، چې په دې بریدونو کې ۳۰ وسلوال بریدکوونکي هم وژل شوي دي.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ برید د دې هېواد د مرکز په اړوند بولکسي او موندرو سیمو کې رامنځته شوی دی.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په دې سیمو کې له القاعدې او داعش سره تړلې ډلې هڅې کوي.