تازه خبرونه
په مبارکه روژه کې د وسلوالو طالبانو بریدونه ډېر ول
امنیتي مسوولینو ویلي، چې وسلوالو طالبانو د روژې په میاشت کې پر ملکي خلکو او دولتي ځواکونو وسلوال بریدونه ډېر کړي دي.
طالبان او د افغانستان دولت دواړه د جګړې له ډېریدو اندېښمن شوی، چې د ملي امنیت ریاست د څرګندونو له مخې؛ طالبانو له امریکا سر د سولې له هوکړې وروسته پر دولتي سرتېرو له ۳۰۰۰ ډېر بریدونه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي؛ د طالبانو بریدونه په روژه کې بی مخینې ډېر شوي او دمګړۍ ورسره په څو ولایتونو کې جګړه روانه ده.
نوموړي دا هم ویلي، چې امنیتي ځواکونه د ملکي زیانونو د مخنیوي لپاره د اختر په ورځو کې د تیارسئ په حال کې دي او د خلکو له سر او مال ساتنه به کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د رسنیو مشر ذبیح الله فرهنګ ویلي؛ یوازې د روژې میاشتې په لومړیو لس ورځو کې ۱۱۶ ملکي وګړي وژل شوي، چې د ۶۸ کسانو د وژلو مسوول طالبان دي.
د ملي امنیت شورا هم وایي، طالبانو د روژې په وروستۍ اوونۍ کې ۲۵ ملکیان وژلي دي.
خلک د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د اختر په مناسبت له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې پيل کړي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې پر زیاتیدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې ول، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پيل او د تاوترییخوالي کمول کولی شي ملکي مرګ او ژوبله راکمه کړي.
