تازه خبرونه
په متحده عربي اماراتو کې د برښنایي پېژند پاڼو د وېش بهیر پیل شو
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ټینګار کوي، چې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته د نورو ډېرو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع ویلي، چې د برښنايي تذکرو د وېش دغه مرکز په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د برښنايي تذکرو، د زېږونکارتونو او مړينېپاڼو د وېش لړۍ پیلوي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ابوظبي کې د افغانستان سفارت کې د برښنايي تذکرو د وېش بهیر د دغه وزارت او د احصائې او معلوماتو د ملي ادارې د ګډو هڅو په پایله کې پیل شوی دی.
مسوولین وايي په پام کې ده، چې ډېر ژر په سفارت کې د زېږون کارټونو او مړېنې پاڼې وېش هم پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ټینګار کوي، چې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته د نورو ډېرو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
یو شمېر کارپوهان وايي، چې په متحده عربي اماراتو کې د میشتو افغانانو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره دا یو مهم ګام دی.
ویل کیږي، چې دغه چاره د دولت د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کېدای شي.