تازه خبرونه
په مخابراتو وزارت کې د مالیاتو ستره برخه لوټ شوې-فایز سهاک
له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمیته وایي، چې د مخابراتو په وزارت کې د مالیاتو ستره برخه د چارواکو لخوا لوټ شوې او دغه وزارت فساد کې ډوب دی.
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمیتې د موندنو له مخې؛ د مخابراتو وزارت په فساد کې ډوب دی.
د اداري فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمیتې د تفتیش آمر فایز سهاک وایي، زمونږ موندنې ښیي، چې تر اوسه د لګښت کارتونو د مالیاتو له لارې پېنځه میلیارد افغانۍ ټولې شوي؛ خو ځینې افراد د دې مخه نیسي، چې له دې لارې تر لاسه شوې پیسې په دقیق ډول معلومې شي.
د دغې کمیتې د څرګندونو له مخې؛ یاد وزارت نه غواړي هغه سیستم فعاله شي، چې د لګښت کارتونو څخه تر لاسه شوې پیسې ښيي.
ښاغلي سهاک وايي؛ په دې اړه ویل شوي، چې که دا سیستم فعاله شي؛ نو د وزارت د عایداتو ستره سرچینه به له منځه ولاړه شي او نور به ونشي کولی، چې پیسې تر لاسه کړي.
د اداري فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې د خپلواکې کمیټې غړی مارک پیمان وایي، د دې رپوت په یوې برخه کې ویل شوي؛ پنځوس کسان د دې وزارت د مشرتابه کمیتې لخوا پر دندو ګمارل شوي، چې آزموینه ترې نه ده اخیستل شوې.
په افغانستان کې فساد یوه ستره موضوع ده او باید ترې مخنیوی وشي او د فساد د کمولو لپاره باید فاسدین عدالت ته راکښل شي. که افغان دولت په دې برخه کې جدي ګام پورته نه کړي نړۍ به د خپلومرستو د دوام لپاره محتاطانه ګام واخلي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مخابراتو په وزارت کې فساد د دې سبب شوی، چې ولسمشر د وزیر عبدالرازق وحیدي دنده وځنډوي. حکومت وایي، چې د ښاغلي وحیدي دوسیه په لویې څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې ده.
خبریال : فواد ناصري