تازه خبرونه
په مدرسو کې هم باید عصري علوم تدریس شي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ويلي؛ د مدرسو نصاب یوه مهمه مسله ده، چې اوس هم مسلکي کار ته اړتیا لري او د دیني علومو تر څنګ باید معاصر علوم هم په کې تدریس شي.
مولوي عبدالکبیر د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي ۱۲ ) د دیني عالمانو د شورا له غړیو او د کابل د یو شمېر ښوونځیو له استادانو سره په کتنه کې د دیني مدرسو زیاتوالی د پوهنې د زمینې په برابرولو کې مهم وباله او وایي، چې حکومت دې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د هېواد دننه دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ارګ په خبرپانه کې راغلي، چې د ديني عالمانو شورا غړیو او د ښوونځيو استادانو په دې غونډه کې ويلي، چې د ديني مدرسو د نصاب په اړه کار شوى او له دوى سره د همکارۍ زمینه هم رامنځته شوې ده.
دیني عالم عبدالجليل مجددي د ديني مدرسو اقتصادي وضعيت ته په نغوته (اشاره ) کې له دولته وغوښتل، چې د ديني مدارسو د ستونزو د اواري په برخه کې دې کوټلي ګامونه پورته او د هغو د سمو او ګټورو هڅو لپاره زمینه برابره شي.
دغه راز د ټولګټو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې به د ۲۸ ولایتونو په لویو لارو کې ۷۵ لوی جوماتونه جوړ کړي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې هر جومات به په یوه وخت کې د ۳۰۰ لمونځ کوونکیو د ځایېدو وړتیا ولري.