سیمه ییز خبرونه

په مركزي بغلان كې اوولس وسلوال طالبان وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د  بغلان ولايت د مركزي بغلان په ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو په تازه عملياتو كې اوولس وسلوال طالبان وژل شوي، نهه نور ژوندي نيول شوي او پېنځه ټپيان دي.

د بغلان امنيه قوماندان وايي:

دا عمليات تېره شپه(د زمري ۲۴) اته بجې د مركزي بغلان د انارخېلو په سيمه كې د وسلوالو د له منځه وړلو په موخه تر سره شول، چې د زمري د مياشتې د ۲۵ نېټې تر غرمې  يي دوام درلود.

طالبان ادعا كوي، چې په دې سيمه كې يي څلور پوليس وژلي، خو د بغلان امنيه قوماندان دا څرگندونې ردوي.

په دې عملياتو كې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت لسگونه سرتېرو او منسوبينو برخه درلوده.

د بغلان امنيه قوماندان اسدالله شیرزاد زياتوي:

په دې عملياتو كې لس كلي د وسلوالو له شتون پاك شوي او دښمن ته درانده تلفات اوښتي دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو وسلوالو كې د مركزي بغلان د ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ملا نثار او د طالبانو څلور كليدي افراد هم شامل دي.

كورنيو چارو وزارت هم په يوه خبرپاڼه كې د دې عملياتو پخلى كړى او ويلي يي دي، چې ملي پوليسو  د سرپل ولايت د كوهستاناتو په ولسوالۍ كې هم عمليات كړي، چې په كې څلور وسلوال وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version