تازه خبرونه
په مركزي بغلان كې وسلوالو تېره شپه د پوليسو پر دوه پوستو بريد كړى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په بغلان كې محلي چارواكي وايي، په مركزي بغلان كې وسلوالو تېره شپه د پوليسو پر دوه پوستو بريد كړى.
د مركزي بغلان ولسوال گوهرخان بابري وايي، چې په دې بريد كې درې وسلوال طالبان وژل شوي او پېنځه نور ټپيان دي.
هغه زیاتوي، دا پوستې د دې ولسوالۍ په شاهي خېل او شفيع خېلو كليو كې پرتې وې.
د نوموړي په وینا؛ په دې نښته كې د محلي پوليسو يو سرتېرى هم ټپي شوى دى .