تازه خبرونه
په مرمرینه ماڼۍ کې له صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ ناسته ترسره شوه
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د مقام پر مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست او خصوصي سکتور پر غړیتوب له صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د افغانستان د صنعت او معدن خونه به کورني تولیدات د رسمي لیک له لارې د تعرفې کمیتې ته ور معرفي کوي. د استخباراتو لوی ریاست، د خواړو او درملو او نورم او ستندرد ادارو پر غړیتوب به د تعرفې کمیته د معرفي شویو کورنیو تولیداتو د کیفیت، کمیت او قیمت له تثبیت وروسته د ځان بسیاینې په اندازه پر دغو وارداتي اموالو تعرفه لوړوي او راپور به یې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ته ورکوي.
همدارنګه په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ټولې امارتي ادارې دې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ لپاره په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي. که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو او محصولاتو پر پرتله له لس تر پېنځلس سلنې ټیټ وي.
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د سوداګریزو نومونو، مارکو او براندونو او په هغو کې د جعل او تزویر د مخنیوي په اړه دې اسناد او وړاندیزونه د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ته د وروستۍ پرېکړې لپاره راوليږي.