تازه خبرونه
په مرکزي بغلان کې موټر بم برید رامنځته شوی
وسلوالو طالبانو نن ماښام لس کم اووه بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په لومړي قراول کې موټر بم چاودنه رامنځته کړې ده.
د مرکزي بغلان ولسوال سید کمال وردګ دغه خبر تائید کړی؛ خو د ځاني او مالي زیانونو په اړه یې جزئیات ورنکړل.
ځایی سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ حکومتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان محب الله کوهستانی هم ټپي شوی دی.
ځایي مسوولینو او طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
