سیمه ییز خبرونه

په مزارشريف كې د اورلوبې مراسم ترسره شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په بلخ كې هركال د نوي كال د هركلي په موخه د اورلوبې مراسم  تر سره كيږي.

تېره شپه د گل سرخ زرگونه گډونوالو په واټونو كې د خوښى مراسم جوړ او شپه يې په سندرو او نڅاوو تېره كړه.

په مزارشريف كې د نوي كال د لومړۍ ورځ مراسم په سختو امنيتي تدبيرونو اوخوندي فضا كې ترسره شول، په مزارشريف كې د نوي كال لومړۍ شپې آسمان د اورلوبې رڼا گاڼو ښكلى كړى و.

د نوي كال د ميلې زرگونه مينه والو، چې ډېر يې ځوانان دي د مزارشريف په ښار او واټونو كې اورلوبې كوي، تبلې وهي او نڅاوې كوي.

دغه ځوانان ښايي په تېر كال كې له خونړيو پېښو تنگ شوي او د زړه له تله غواړي، چې خوښي وكړي.

جوزجاني ځوان وايي، خوښ دى، چې د خلكو د خوښۍ له پاره د بلخ ښار ته راغلى او خوند اخلي.

كه څه هم  اورلوبې ډېر دوام ونه كړ، خو خلكو تر نيمې شپې پورې په ښار كې په خوښيو نوى كال ونمانځه .

Trending

Exit mobile version