سیمه ییز خبرونه
په مزارشريف كې د جنډې په پورته كولو ۱۳۹۳كال پيل شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
حضرت علي كرم الله وجه ته په منسوب شوي زيارت كې د ۱۳۹۳ كال د نمانځلو مراسم نن سهار د جنډې په پورته كولو رسماً پيل شول.
په دغو مراسمو كې، چې د نوي كال په وياړ جوړ شوي ول د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين او نورو سيمه ييزو چارواكو گډون كړى و.
ښاغلي مخدوم له خلكو وغوښتل، چې د ټاكنو په ملي بهير كې دې پراخه برخه واخلي.
د بلخ والي عطامحمد نور د ۱۳۹۲ل كال لاسته راوړنو ته د نغوتې په ترڅ كې وويل، چې:
په دې ولايت كې د سړك جوړونې، روغتونونو او هوايي ډگر په گډون يو شمېر نورې رغنيزې پروژې پلې شوې دي.
دغه راز د هېواد په نورو ولايتونو كې هم د نوي كال مراسم په ځانگړيو مراسمو تر سره شوي دي.