سیمه ییز خبرونه

په مزارشريف كې د پسرلي ۴۰ ورځنۍ ميله د جنډې په پورته كولو پيل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د گل سرخ پسرلنۍ ميله د حضرت علي( ك) په زيارت كې د جنډې په پورته كولو پيل او تر څلوېښتو ورځو به دوام وكړي.

د بلخ والي په خپلو خبرو کې ټينگار كړى، چې له ځينو مخالفتونو سره سره به د نوروز نمانځنه په راتلونكې كې هم دوام ومومي.

په مزار شريف كې د نوي كال د مراسمو په پيل او د جنډې د پورته كولو په مراسمو كې له ټول هېواد گڼو خلكو او بهرنيو ميلمنو برخه اخيستې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين د توپ د ډزو او مولاى علي د جنډې د پورته كولو امر وكړ.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين نوروز د طبيعت د بيا راژوندي كيدو جشن وباله او په دې جشن كې بېلابېل مراسم يې وستايل، چې د خلكو د نږدې والي لامل كيږي.

كه څه هم ښاغلى نور د ولسمشرۍ د راتلوونكيو ټاكنو احمتالي نوماند گڼل كيږي؛ خو هغه ټينگار وكړ، چې پخپل او يا د بل چا په سر د تاج د ايښودلو په لټه كې نه دى، بلكې هڅه كوي، چې د افغانستان د باثباته راتلونكي او واك د سوله ييز ليږد لپاره پراخه اجماع د دولت د وسله والو مخالفينو په گډون جوړه كړي.

ښاغلي نور ۲۰۱۴م كال د اندېښنې وړ ونه باله، خو وايي:

كه سم مديريت ونه شي او سياسي رهبران د ډېرو گټو په لټه كې نه شي، نو گډوډي او بې ثباتي له تصور ليرې نه ده.

ښاغلي نور يو ځل بيا ټينگار وكړ، چې د سولې بهير بايد يوازې د طالب زندانيانو په خوشي كيدو خلاصه نه شي، بلكې گټه او اغېز يې په افغانستان كې د خونړيو پيښو په پاى ته رسولو كې وارزول شي.

د بلخ والي ۱۳۹۱ ل كال د بلخ لپاره له لاس ته راوړنو ډك كال وباله او ويې ويل، چې د دغه ولايت عوايد د ښه مديريت او د خلكو د همكارۍ له كبله په كال كې ميلياردونه افغانۍ زيات شوي او لسگونه ټولنيز، سوداگريز او كرنيز مركزونه او لسگونه كيلومتره سړكونه جوړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version