سیمه ییز خبرونه
په مزارشريف ښاركې د نوروز نمانځنې ته چمتووالى پيل شو
په مزار شريف كې د ښاروالۍ چارواكي وايي:
سر له اوسه هڅه كوو، چې د مزار شريف ښار د نوروز نمانځنې لپاره چمتو كړو.
د ترافيكي ستونزو د مخنيوى لپاره د سړكونو خلاصول، د خلكو له گڼه گونو د ډكو واټونو قير كول او د ښار پاكوالى د دغه ښار د ښاروالۍ د چمتوالي بنسټيزې برخې دي.
د بلخ ښاروال محمد يونس مقيم وايي:
تر نوروزه به د ښار ۱۳ واټونه، چې د قير اچونې لاندې دي د ترافيكو پر مخ خلاص شي.
د افغانستان په شمال كې بلخ ولايت د هېواد د نورو سيمو په پرتله له ښه امنيت څخه برخمن شوى دى.
په دغه ولايت كې د بيارغونې چارې هم ښې چټكې روانې دي
د دغه ولايت د ښاروالۍ چارواكو په ډاگه كړې، چې پر كورنيو او بهرنيو بنسټونو سربېره دا اداره هم هر كال ۱۳ كيلو متره سړك د خپلې پراختيايي بوديجې د ۲۵۱ ميليون افغانيو پر لگښت قيريزي كوي.
د نوروز جشن د افغانستان د زرگونه اوسيدونكيو او بهرنيو سيلانيانو په گډون هر كال نمانځل كيږي.