سیمه ییز خبرونه
په مزارشريف ښار كې د حقوقي زده كړو دوه ورځنى وركشاپ جوړ شو
د ملگرو ملتونو له نشه يي توكو سره د مبارزې ادارې په مزارشريف ښار كې نږدې دوه سوه كسانو ته يو وركشاپ جوړ كړ، چې موخه يي په حقوقي برخه كې د پوهې لوړول دي.
د مزارشريف په ښار كې لسگونه محصلانو، د بلخ د ولايتي شورا غړيو او د مدني ټولنو استازيو ته د حقوقي زده كړو يو دوه ورځنى وركشاپ جوړ شو.
د ملگرو ملتونو له نشه يي توكو سره د مبارزې د ادارې مسوول غلام محی الدین صدري وايي:
دا وركشاپ، چې د ملگرو ملتونو له نشه يي توكو سره د مبارزې د ادارې له خوا جوړ شوى، موخه يي دا ده، چې د خلكو د پوهې كچه د حقوقو په برخه كې لوړه شي او محاكمو ته د مراجعې څرنگوالى، د اتباعو حقونه، د پوليسو، عدلي او قضايي بنسټونو د واكونو محدودې وپېژني.
د وركشاپ گډونوال وايي، په دوه ورځو كې يي ډېر نوي معلومات تر لاسه كړي، چې له نورو كسانو سره به يي شريك كړي.
په دې وروستيو كې د بلخ د عدليې رياست هم د خلكو د پوهې د كچې د لوړولو لپاره د روضې مباركې په انگړ كې د حقوقي كتابونو په گډون يوه معلوماتي غرفه جوړه كړې ده.
د وركشاپ د مسوولينو په وينا، د دې دوه ورځني وركشاپ گډونوالو ته به محاكمو ته د مراجعې څرنگوالى، د اتباعو حقونه، د پوليسو، عدلي او قضايي بنسټونو د واكونو محدودې ور وښودل شي.
