سیمه ییز خبرونه

په مزارشريف ښار كې د خراسان ليسې ۱۵۰ نجونې مسمومې شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بلخ ولايت د پوهنې مسولين وايي:

په مزارشريف ښار كې د خراسان د نجونو د ليسې د مسموم شويو زده كوونكيو شمېره ۱۵۰ ته ورسيده.

د  بلخ د پوهنې  رياست زياتوي، د ښوونځي تر څنگ د كثافاتو يوه پخوانۍ څاه وه، چې ممكن د دې څاه د كثافاتو د را ويستو له كبله نجونې مسمومې شوې وي.

د بلخ امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال عبدالرزاق وايي:

تر اوسه د پېښې علت نه دى څرگند، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

ويل كيږي، چې پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې را منځته شوې ده.

دا لومړى ځل دى، چې په مزار شريف ښار كې لسگونه  زده كوونكې مسموميږي. وړاندې له دې په تخار، سرپل او د پلازمېنې كابل په گډون ځينو نورو ولايتونو كې هم ورته پېښې رامنځته شوې وې، چې په اړه يې بېلابېل غبرگونونه او د چارواكو اندېښنې راپارول شوي دي.

Trending

Exit mobile version