بلخ @ps
په مزارشریف ښار کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پرانستل شو
د ښځو د لاسي صنايعو د درې ورځنی نندارتون تنظيموونکيو ويلي، چې د نندارتون ونډوالو ښځو په اتيا غرفو کې خپلې لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړې دي.
په مزارشريف ښار کې د ښځو د لاسي صنايعو په دې نندارتون کې ۸۰ ښځو خپلې لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړي دي.
د نندارتون جوړوونکې مسیح عظیمي د دغه راز نندارتونونو جوړول په ټولنه او په ځانګړي توګه په سوداګريزو چارو کې د ښځو د هڅونې لپاره ګټور وبلل او له دولت څخه يې په ادارو او دفترونو کې د ښځو د نورې ونډې غوښتنه وکړه.
سوداګره رقیه سادات څرګندوي؛ په دغه نندارتون کې میرمنو پر کروشنیل جوړې کړې جامې، خامک، پر چرمو ښکلې شوې جامې، دستکولونه او د لبنیاتو بېلابېل ډولونه نندارې ته ایښې دي.
سحر صديقي، چې يوه انځورګره ده وايي، چې خلک له هنر او نقاشۍ سره لږ بلد دي او دا نندارتون د نقاشۍ د هنر په اړه د خلکو د ډېر پوهاوي لپاره یو ښه فرصت دی.
په داسې حال کې، چې په ادارو او دفترونو کې د ښځو حضور کم دی؛ خو نندارتون ته راغلې میرمن فروزان آریا وايي، چې میرمنو ته باید په دولتي ادارو کې مناسبه ونډه ورکړ شي.
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ښځو د څانګې مشره شکیبا شکیب وايي، چې د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل به هغه مهال مثبت وي، چې بهرني پېرېدونکي ولري او هېوادوال له کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي.
د یادونې ده، چې دغه نندارتون د درې ورځو لپاره جوړ شوی او په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو راوروسته دا درېیم نندارتون دی، چې په بلخ کې جوړیږي.