تازه خبرونه
په مزارشریف ښار کې موټرسایکل سپرو د ښځینه سرتېرو پر موټر ډزې کړي
(Last Updated On: مرغومی ۲۳, ۱۳۹۹)
سیمه ییزو سرچینو څرګنده کړې، چې د مزارشریف ښار په پېنځمه ناحیه کې وسلوالو موټرسایکل سپرو د اردو د سرتېرو پر موټر ډزې کړي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو منلې، چې نن سهار په مزارشریف ښار کې د اردو پر رینجر موټرسایکل سپرو ډزې کړي؛ دوه ښځینه سرتېري وژل شوي او درې نورې ټپیانې دي.
عیني شاهدانو هم ویلي، چې برید د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرتېرو پر موټر شوی، چې په کې د ښځو په ګډون پېنځه سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
سمدستي کومې وسلوالې ډلې یا فرد د برید مسوولیت ندی منلی.