روغتيا
په مزارشریف کې نوی شل بستریز روغتون پرانیستل شو
په مزارشريف ښار كې د ۲۰۹ الفتح قول اردو په سیمهییز روغتون كې ” مستشفی عمر ” نومی شل بستريز روغتون پرانيستل شو.
د یوې رسمي خبرپاڼې له مخې؛ په دې روغتون کې د نسایي، ولادي او ماشومانو څانګې شته او پر لابراتوار او تلویزیوني معایناتو هم سمبال دی.
د دغه روغتون د پرانستې په مراسمو کې ستر درستیر صحیه قومندان محمد طاهر احرار د مزارشريف د سل بستريز سیمهییز روغتون د مشرتابه او ډاکټرانو له هڅو قدرداني وکړ او په دې برخه کې يې د لاسته راوړنو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د اردو صحیه برخې او د اردو د روغتونونو سمبالول پر عصري طبي تجهیزاتو او ډاکټرانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه د هر راز مرستې ژمنه وکړه.
د الفتح قول اردو او د مزار شریف سیمهییز روغتون مسوولینو پخپل وخت د درملو او طبي تجهیزاتو د رسولو په اړه د ملي دفاع وزارت او د صحیه رهبرۍ له پرلهپسې پاملرنې قدرداني وکړ او وایي، چې ملي اسلامي اردو ته به په سمه توګه روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم په دې ولايت کې د کندهار د ٢٠٥ البدر قول اردو په سیمهییز روغتون کې ” مستشفی عمر ” نومی ورته روغتون پرانيستل شوی و.