سیمه ییز خبرونه

په مزار شريف كې د ټاكنو په اړه شپږمه مناظره ترسره شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په مزارشريف كې د ټاكنو د څاروونكيو د رول په اړه  د پوهنتون د استادانو او محصلينو شپږمه مناظره ترسره شوه .

د دغه مناظرې ګډونوالو د ټاكنو په بهير كې د څاروونكو د شتون په اړه بيلابيل نظرونه لري ، خو ډير يې وايي چې د څارونكو حضور به په ټاكنو كې د درغلۍ مخه ونيسي .

د دې مناظرې موخه د ټاكنو په بهير كې گډون ته د ځوانانو هڅول دي.

ځوانان وايي، دا ډول مهم بحثونه كولى شي د ځوانانو او ټولنې د پوهاوي كچه لوړه كړي.

د پوهنتون استاده ماريا رهين وايي، رڼې ټاكنې او په ټاكنو كې د درغلۍ د مخنيوي په موخه د څاروونكيو ټاكل او د ښځو ډېر گډون هغه څه  دي، چې د مناظرې گډونوالو پرې ټينگار وكړ.

د پوهنتون استاد نورآغا شريفي  په ټاكنو كې د څاروونكيو رول مهم وگاڼه  او وايي، چې د خلكو په پراخ گډون به د ټاكنو د روڼښت په اړه د خلكو ډاډ  نور هم ټينگ شي.

په همدې وخت كې يو شمېر محصلين وايي، د كليواليو سيمو د ټاكنو په  پروسه كې د څاروونكيو گډون مهم دى. دوى په دې باور دي، چې د ښارونو په مركزونو كې د بېلابېلو بنسټونو او رسنيو حضور د درغلۍ زمينه له منځه وړي او يا هم به يې د ليرې پرتو سيمو په پرتله ترټولو ټيټې كچې ته را ټيټه كړي.

Trending

Exit mobile version