سیمه ییز خبرونه

په مزار شريف كې د ښې حكومت دارۍ په موخه ناسته وشوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په مزار شريف ښار كې د سه شنبې په ورځ(د كب۱۵) د ښې حكومت دارۍ په موخه يوه ورځنۍ  ناسته جوړه شوه . په دې ناسته كې د كار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزيرې او د ځينو وزارتونو مرستيالانو هم برخه درلوده.

د بلخ والي عطا محمد نور په مركزي حكومت نيوكه وكړه او وايي:

لس كاله وړاندې بلخ كې په څه باندې ۶۰ زره جريبه ځمكه كې كوكنار كرل كيدل، خو له څو كلونو را پديخوا د كوكنارو كر صفر ته را رسيدلى دى.

د افغان حكومت او مرستندويه موسسو تر منځ نه همغږي د دې لامل شوې، چې د بلخ په ډيرو سيمو كې پراختيايي پروگرامونه نيمگړي پاتې شي.

د بلخ والي له حكومت څخه غواړي، چې د حكومت دارۍ زوړ سيستم په نوي او گټور سيستم واړوي.

د كار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزيره آمنه افضلي او د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواكې ادارې رييس عبدالخالق فراهی په داسې حال كې، چې د بلخ له پراختيايي پروگرامونو يې ملاتړ وښود، ژمنه وشوه، چې د بلخ له سيمه ييزې ادارې سره به همكاري هم وكړي.

د بلخ سيمه ييز چارواكي وايي، كه د بلخ پېنځه كلن پراختيايي پروگرام عملي شي، دا ولايت به د هېواد په كچه د پرمختگ يوه بې سارې بېلگه وي.

Trending

Exit mobile version