سیمه ییز خبرونه

په مزار شريف كې له ازادو او عادلانه ټاكنو څخه د ملاتړ په موخه کنفرانس جوړ شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له ازادو، عادلانه او رڼو (شفافو) ټاكنو څخه د ملاتړ په موخه د مدني ټولنو د عمغږي كولو كنفرانس په مزار شريف ښار كې جوړ شو.

په دغه كنفرانس كې، چې موخه يې د ازادو، شفافو او عادلانه ټاكنو څخه د ملاتړ لپاره د مدني ټولنو همغږي كول دي د بلخ، بدخشان، کندوز، بغلان، سمنګان، تخار، فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو د مدني ټولنو فعالانو، د ولسواليو د پراختيايي شوراګانو رئيسانو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، د دولتي او نړيوالو بنسټونو چارواكو ګډون كړى وو.

په بلخ كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون مشر عزت الله آرمان وايي:

د دغه كنفرانس څخه د ازادو، شفافو او عادلانه ټاكنو، همدا راز د خلكو د رايې د حق د خوندي كولو او په ټاكنو كې د ټولو طبقو د پراخ كډون لپاره د مناسبي فضا را مېنځ ته كول دي.

همدا راز په شمال كې يو شمېر مدني فعالان د تېرو ټاكنو په پرتله په روانو ټاكنو كې د ښځو ګډون پراخ ګڼي او زياتوي، چې ښځې هم كولاى شي په سياسي، فرهنګي او ټولنيزو چارو كې ګډون وكړي، د  ټاكنو په بهير كې برخه والي او د خپلې خوښې نوماند رايې وركړي.

د يادولو وړ ده، چې دغه پرګرام د نهو شمالي او شمال ختیځو ولايتونو په پنځويشتو ولسواليو كې د افغان بشري حقونو د ملاتړې او څېړنيزو موسسې له خوا د المان هېواد په مالي مرسته د ازادو او شفافو ټاكنو څخه د ملاتړ په موخه تر سره كېږي.

Trending

Exit mobile version