سوداگري

په مزار شريف كې له هند سره د سوداگريزو اړيكو كنفرانس تر سره شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د پېنځه شمالي ولايتونو د سوداگرو په گډون د بلخ په مركز مزارشريف كې له هندوستان سره د سوداگرۍ تر سرليك لاندې پراخ كنفرانس ترسره شو.

دغه سوداگريز كنفرانس، چې په شمال كې د هند د جنرل كونسلگرۍ لخوا ترسره شو، له سوداگرو غوښتنه وشوه، چې د هند د نړيوالو سوداگريزو كاليو په نندارتون كې، چې د روان عيسوي كال په نومبر كې ترسره كيږي، گډون وكړي او د نوي ډيلي د نندارتون له اسانتياوو برخمن شي.

په دې سوداگريز كنفرانس كې د پېنځه شمالي ولايتونو بلخ، جوزجان، سمنگان، سرپل او فارياب ولايتونو سوداگرو گډون كړى كړى و.

په دې كنفرانس سوداگرو د افغانستان او هند ترمنځ د سوداگريزو اړيكو او راكړې وركړې په اړه خبرې اترې وكړې.

په مزارشريف ښار كې د هند جنرل كونسل چرين ټاموس له افغان سوداگرو وغوښتل، چې د  نوي ډيلي د كاليو په نړيوال نندارتون كې برخه واخلي او ترې گټه پورته كړي.

په مزارشريف ښار كې د هند جنرل كونسل چرين ټاموس ټينگار وكړ، چې:

مونږ سوداگر هڅوو، چې له افغان صادروونكيو سره د هند د دولت لخوا د ځانگړې مالي بخښنې له امتياز څخه گټه پورته كړي. د هند د انجنيرۍ د صنعت او ټيكنالوژۍ نندارتون به د كوچنيو او منځنيو برخو نندارتون هم ولري او د افغانستان د صنايعو د ودې لپاره به مناسب وي. زه هيله من يم، چې افغان سوداگر به له فرصت څخه په گټه اخيستنه نوي كارونه پيل كړي.

په تېرو لس كلونو كې هند يو له هغو هېوادونو دى، چې د افغانستان په بيا رغونه، روغتيا، انرژۍ او د سړكونو په جوړلو كې يې پوره ونډه اخيستې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version