سیمه ییز خبرونه
په مزار شريف ښار كې اووه نومى نندارتون جوړ شو
په مزار شريف كې سويدني چارواكو د ښځو د حقونو مدافع ټولنو په همكارۍ د اووه په نوم نندارتون جوړ كړ.
په دغه نندارتون كې د بېلا بېلو هېوادونو څخه د هغو اووه ميرمنو كيسې نندارې ته وړاندې شوې، چې له تاوتريخوالي سره مخ وې.
په مزار شريف كې د سويډن استازي هنريك هولم وايي، چې د نندارتون له لارې غواړي په افغان ټولنه كې د ښځو موقف او رول ته د خلكو پام زيات كړي.
ښاغلي هنريك هولم وايي:
پر دې پروگرام له درې مياشتو راهيسې كار روان و. غواړو هغه كسان د ښځو له حقونو خبر كړو، چې وخت ناوخت د ښځو پر حقونو تېرى كوي.
له سويډني مسوولينو سره د دغه نندارتون په جوړولو كې د بلخ، سرپل، جوزجان او سمنگانو د ښځو مدافع ټولنو همكاري كړې ده.
په نندارتون كې د اووه هېوادونو څخه د هغو ميرمنو د تاوتريخوالي كيسې نندارې ته وړاندې شوي، چې په نړيواله كچه شهرت لري. په دغو كې د افغانستان، شمالي ايرلند، روسيې او نورو څلورو هېوادونو څخه د ميرمنو د تاوتريخوالي كيسې وړاندې شوې.
د نندارتون ليدو ته ناستو كسانو ويلي، چې:
دا ډول پرگروامونه له افغانو ميرمنو سره مرسته كوي، چې له خپلو حقونو څخه د دفاع په لاره كې خپل هوډ كلك وساتي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې له ښځو سره د تاوتريخوالي د بېلا بېلو ډولونو په اړه په رسنيو كې رپوټونه خپريږي، چې د بشري حقونو او مدني بنسټونو د اندېښنې لامل گرزيدلي دي.
