سیمه ییز خبرونه

په مزار شريف ښار كې د يو ميليون دالرو پر لگښت د شتتر مرغانو فارم جوړ شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په مزار شريف ښار كې د شتتر مرغ لومړنى فارم جوړ شو، چې پرې يو ميليون دالر لگښت راغلى دى. په دې فارم كې څه باندې شل شتر مرغان ساتل كيږي.

د دې فارم مسوول وايي، دا فارم يي په مزار شريف ښار كې د شتر مرغ د نسل د زياتولو په موخه جوړ كړى دى.

د شتر مرغانو د ساتنې لپاره لازمه ده، چې هوا له صفر څخه دېرش ساتني گريده ټيټه يا پنځوس درجې له صفر څخه پورته وي.

د مزار شريف ښار هوا د شتر مرغانو د پالنې لپاره مناسبه ده.

له ډېرې پخوانۍ زمانې څخه د شترمرغ هگۍ او غوښه د استفادې وړ ده او له بڼكو څخه يي جامې او تزيني وسايل جوړيږي. د شتر مرغ د پيدا كيدو ځاى افريقا ده، چې وروسته اروپا، منځني ختيځ، آسيا، استراليا او امريكا ته وړل شوي دي.

په انټرنت كې له سايټونو نيولې تر وبلاگ او ټولنيزو شبكو پورې د شتر مرغ په اړه ډېر څه ليكل شوي، او همدا انټرنيتي معلومات د دې سبب شول، چې په مزار شريف ښار كې يو كس ورته ليوال شي او د ساتنې لپاره يي اقدام وكړي.

د دغه فارم څښتن وايي:

د شترمرغانو پيرل او له ايران څخه افغانستان او مزار شريف ښار ته يي را ليږدول يو ميليون ډالر تمام شوي.

په خاورينه ځمكه او سيوري لاندې سيمو كې كيداى شي چې شتر مرغان وساتل شي.

دا مرغه واښه او دانه داربوټي خوري او له ۶۳ كيلو گرام څخه تر ۱۴۵ كيلو گرامو وزن لري. دا مرغه يوه ورځ تر منځ هگۍ اچوي او په هر پړاو كې له څوارلس څخه تر ۲۱ هگۍ اچوي.

د دې فارم له جوړولو وروسته د د فارم جوړونكي زيات معلومات تر لاسه كړي او وايي،  د ژوندانه په لومړني كال كې د شترمرغانو بچي په هره مياشت كې ۲۵ سانتي متره وده كوي. د ژوندانه په لومړني كال كې شترمرغان كابو ۴۵كيلو گرامه وزن اخلي او عمرونه يي له څلويښتو څخه تر ۴۵ كلونو ته رسيږي.

د شتر مرغ غوښه ډېره غوړه نه ده او كم كلسترول لري، چې گرمه او د اوسپنې درلودونكې هم ده.د دغه مرغه ماغزه د آلزايمر د ناروغيو د درملنې لپاره گټور دي او د شتر مرغ له ورنونو څخه په الكترونيكي دستگاوو او مخابراتي چارو كې كارول كيږي. ن ويل كيږي، چې د دغه مرغه د سترگو قرينه كيداى شي د انسان د سترگو له قرينې سره پيوند شي.لنډه دا، چې د دې مرغه د بدن هر غړى له گټو خالي نه دى.

Trending

Exit mobile version