بلخ @ps

په مزار شریف ښار کې ماین چاودنې ۱۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۴۰۱)

 د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ نن د سې شنبې پر  سهار په مزارشریف ښار کې د نفتي توکو د ادارې د کارکوونکيو پر یوه بس موټر ماین چاودنه شوې ده.

په بلخ ولایت کې له نسبي آرامۍ وروسته یو ځل بیا په مرکز مزارشریف ښار کې خونړۍ چاودنه رامنځته شوه. 

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د لومړنیو معلوماتو له مخې ويلي، نن سهار ۷:۰۰ بجې د مزارشریف ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په سید آباد څلور لاري کې د سړک غاړې د ماین چاودنې له کبله ۷ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چاودنه د سړک غاړې ته په يوه کراچۍ کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.

د عامې روغتیا ریاست رییس نجیب الله توانا ویلي، چې د چاودنې له سیمې څخه روغتون ته ۸ جسدونه او ۹ ټپیان ورلېږدول شوي دي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اته ټپيانو روغتيايي حالت ښه او د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د دغې پېښې ټپيان وايي، چې په دوی کې هیڅ نظامي کس نه و؛ وژل شوي او ټپيان ټول بېوزلي ملکي کسان دي، چې د نفتي توکو په رياست کې يې کار کاوه.

پر پښه ټپي ظریف نومی وایي؛

“د سهاراووه بجې وې؛ مونږ د کار پر لوري روان وو، چې په سیدآباد چوک کې چاودنه وشوه. نه پوهیدم، چې څه پېښ شول؛ خو کله، چې مې ولیدل ټول ټپیان شوي وه. نه پوهېږم، چې په غرفه کې چاودنه رامنځته شوه که څنګه؛ خو موټر مو پر ځمکه ولګېده.

یو بل ټپي ویلي: دا څو کاله کیږي، چې مونږ د نفتي توکو په برخه کې کار کوو؛ خو بد مرغه ټول بېوزله خلک ټپيان او شهيدان کړل. مونږ کارګران وو، وسلې مو نه درلودې. مونږ کوم بد کار نه دی کړی، د خلکو خدمت مو کاوه.

دې چاودنې په سیمه کې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

دا  د مزارشریف ښار په سه دکان جومات کې له چاودنې وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ ماښام مهال د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه شپږ کسان ټپیان شوي او په سیمه کې یې هټیو ته سخت زیانونه واړول.

په دې چاودنه کې د ښار د یوازنی سیکهـ اوسیدونکي ګلچرن او هټۍ ته یې هم زیان رسېدلی دی.

د ځايي چارواکو په وينا، تر دې دمه د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د جلال آباد امنيتي چارواکو ويلي، چې چاودنه د لومړۍ ناحیې د اړوند سیمې په يوه ګلدان کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له کبله رامنځته شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې چاودنې مسوولیت هم پر غاړه ندی اخیستی.

د ښار اوسیدونکیو له اسلامي امارت غوښتي، چې په راتلونکي کې دې د دا ډول پېښو مخه ونیسي.

Trending

Exit mobile version