تازه خبرونه
په مزار شریف ښار کې پر خبریالانو برید غبرګونونه راوپارول
د شنبې پر ورځ د بلخ ولایت د تبیان په فرهنګي مرکز کې د شنبې د ورځې چاودنې، چې په کې یو شمېر سیمه ییز خبریالان ټپیان شول؛ کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او په کابل کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر دغه پېښه غندلې او دا يې د بيان پر آزادۍ بريد نومولی دى.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ویست په لړ تویتونو کې دا پېښه غندلې او وایي: زه په تبیان فرهنګي مرکز کې پر خبریالانو تروریستي برید غندم او سخت پرې خواشينی یم. دا پرلپسې تاوتریخوالی غندو. مونږ د افغانانو پر زغم او وړتیاوو باور لرو.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم په بلخ کې د خبریالانو پر نښه کول غندلي او له خبریالانو سره یې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر ( یوناما) په اعلامیه کې راغلي: یوناما په مزارشریف ښار کې پر خبریالانو وروستی برید په کلکه غندي او دا په دغه ښار کې د نه منلو وړ پېښه بولي. تاوتریخوالی باید ودرول شي. افغان خبریالان ډېر زړور دي او باید ساتنه یې وشي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافیلا ایودیس د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د وروستیو ورځو دواړه بریدونه وغندل. رافیلا آیوډیس تویت کړی: دا تاوتریخوالی باید ودریږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په مزارشریف ښار کې د خبریالانو پر یوه غونډه چاودنه وغندله.
ناصرکنعاني د دغه برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي په ډاګه کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا وکړه.
د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه په بلخ کې د شنبې ورځې چاودنه د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو د زیاتېدو نښه ګڼي او ټینګار کوي، چې حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه واخلي.
د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې په خبریالانو چاودنه کیږي. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستې.
اسلامي امارت ویلي، چې امنیتي ځواکونه د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی.
دغه چاودنه د شنبې پر ورځ د کب پر شلمه شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د مزارشریف ښار د دوهیمې امنیتي حوزې په تبیان فرهنګي مرکز کې رامنځته شوې ده.
د چارواكو د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه كې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي، چې پېنځه يې خبريالان او درې نور ماشومان دي.
