سیمه ییز خبرونه

په مزار شریف کې د نوي کال د نمانځنې په موخه سخت امنیتی تدابير نيول شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په مزار شريف ښار كې د نوروز په درشل كې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. دې ښار ته ورتلونكې ټولې لارې د امنيتي ځواكونو تر پوښښ او څار لاندې دي.

د پنجشنبې په ورځ ( د وري لومړۍ) به د نوي كال لومړۍ ورځ د نورو ولايتونو تر څنګ په مزارشريف ښار كې په روضې مباركه كې د جنډې په پورته كولو سره ونمانځل شي.

دغې لرغونې ميلې ته هر كال د افغانستان له بېلابېلو سيمو او همدا راز بهر څخه په لسګونه زره خلك راځي.

په مزار شريف ښار كې له يوې مياشتې را په دېخوا نوروز ته امنيتي تدابير نيول شوي دي.

خو سږ كال له نورو كلونو سره په امنيتي تدابيرو كې يو ستر توپير دا دى، چې سږ كال روضې مباركې ته ورتلونكې لارې پرانيستي دي، په داسې حال كې، چې په تېرو كلونو كې داسې نه وو.

د بلخ امنيه قوماندان محمد سالم احساس وايې:

خلك دې په ډاډه مېله ځايونو او زرغونو سيمو ته ولاړ شي، ځكه امنيتي ځواكونه حالت څاري.

بلخوا افغان امنيتي ځواكونه، چې په روضې مباركه كې د امنيت ساتلو لپاره ګمارل شوي، ځانونه ژمن بولي، چې د نوروز امنيت به ساتي.

كوم وګړي، چې له نورو ولايتونو او سيمو څخه مزار شريف ته راغلي، په دې ښار كې له امنيتي تدابيرو خوښ ښكاري.

دوی هيله لري، چې نوى كال به په افغانستان كې د سولې او آرامۍ كال وي.

په دې هيله، چې د نوي كال د خوښيو مراسم په پوره امنيت او سوله كې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version