تازه خبرونه

په مسلمیار د غني د له منځ وړلو تور پورې شوی – سند

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د ملي امنیت ريیس داد محمد منلې چې په ننګرهار کې یې د مشرانو جرګې د ورور په کور په ګډو عملیاتو کې یو شکمن سړی نیولی؛ خو تر څیړنو وروسته نیول شوی سړی بیرته خوشې شوی دی.

نوموړي دا خبرې د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې.

په همدې حال کې اریانا نیوز داسې مکتوب تر لاسه کړی چې له مخې یې د مشرانو جرګې په ريیس فضل الهادي مسلمیار تور لګیدلی چې غوښتل یې د ځانمرګي بریدګر په واسطه د تیر میلادي کال د مارچ په میاشت کې ولسمشر اشرف غني هغه مهال چې کاندید و، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ووژني.

دا خبره هغه وخت توده شوه چې د ولسي جرګې یو شمیر غړو د فضل الهادي مسلمیار ورور له ترهګرو سره په اړیکو تورن کړ.

مشرانو جرګې د ملی امنیت د ریاست چارواکي، د ننگرهار سر پرست والي او امنیتی چارواکي د دغې جرګې د ريیس او د هغه د کورنۍ د غړو په هکله د لګیدلیو تورونو د سپیناوي لپاره استجواب کړل.

امنیتی چارواکي دا مني چې د صفر دوه ځانګړې قطعې ځواکونو د مسلمیار د ورور په کور ګډ پوځي عملیات کړي او له دغه کوره یې یو شکمن سړی نیولی دی؛ خو زیاتوي چې نیول شوی شکمن سړی له پوښتنو ګرویګنو وروسته سپین پیژندل شوی او خوشې شوی دی.

د ننګرهار د ملی امنیت رییس داد محمد:

د ۰۲ قطعې معلومات تر لاسه کړي و چې یو کس چې په تخریبي عملیات کې لاس لري، د مسلیمار د ورور (یونس) په کورکې حضور لري؛ د همدې کس د نیولو له پاره مو د یونس په کور پوځي عملیات وکړل؛ نو دا چې یونس یو دولتي منسوب دی، له یو ساعت وروسته کور ته داخل او هغه مشکوک نفر مو ونیو؛ خو وروسته بې ګناه ثابت او خوشې شو.

د ملي امنیت ریاست مرستیال غونډې ته وویل چې دوی پخوا اعلامیه خپره کړې او د زیاتو ویلو لپاره څه نلري.

همداراز هغه مکتوب چې اریانا نیوز تر لاسه کړی ښکاروي چې ګواکي د مشرانو جرګي رییس په تیر کال کې د د قاری مفتی په نوم طالب قوماندان سره به ګده پلان درلود چې د ځانمرګي بریدګر په واسطه ولسمشر اشرف غني د اتنخاباتي منډو ترړو په وخت په بهسودو ولسوالۍ کې ترور کړي.

د ننګرهار امنیه قومندان دغه متکوب تايیدوي، خو زیاتوي چې له څیړنو وروسته دا رپوټ هم ناسم را ووت.

د ننګرهار امنیتی چار واکې وايي چې د ۰۲ قطعه چې امنیتی او استخباری دندي لري په ننګرهار کې په بهسودو کې د بلال په جومات کې د عملیاتو په تر څ کې ۵ ترهګر ونیول او په خپل جرم یی اعتراف وکړ ، خو دوي وايي چې له دغه ډلي یو هم د مسلیمار د کورني سره اړیکه نه درلوده.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Trending

Exit mobile version