تازه خبرونه
په مسوولیتونو کې ادلون او بدلون عادي خبره ده – ایران
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په ډیپلوماتیکو مسوولیتونو کې بدلون یوه دودیزه او عادي خبره ده.
د افغانستان لپاره د ایران د سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له ګوښه کېدو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د افرادو ادلون او بدلون یوه “عادي خبره” ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په ډیپلوماتیکو مسوولیتونو کې بدلون یوه دودیزه او عادي خبره ده.
اسماعیل بقايي د یوې خبري غونډې پر مهال په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه د حسن کاظمي قُمي له کار ستاینه وکړه او د ایران د سفارت د نوي سفیر په توګه یې د علیرضا بیکدلي له ټاکل کیدو هرکلی وکړ.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي: د بهرنیو چارو وزارت او په بهر کې زمونږ د هېواد په ډیپلوماټیکو استازولیو او قونسلګریو کې د مسؤلیتونو بدلونونه یو عادي کار دی، چې په ټاکلو وختونو کې ترسره کیږي.
درې ورځې مخکې د ایران بهرنیو چارو د وزیر پر حکم حسن کاظمي قُمي په افغانستان کې د ایران د سفیر او ځانګړي استازي په توګه له دندې لرې کړای شو او علي رضا بیکدعلي د نوي سفیر په توګه وټاکل شو.
په کابل کې سیاسي شنونکی سلیم پیګیر علي رضا بیکدلي کارونه د پام وړ یادوي او تمه لري، چې نوموړی به دغه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ایران له پخواني سفیر کاظمي قُمي سره په کتنه کې ویلي وه، چې کابل د ایران له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره کار کولو ته چمتو دی.
